د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین کې بیا جګړه تودېږي


د اوکرېن په ختیځ کې د روس پلوه بیلتونپالو او حکومتي ځواکونو ترمنځه جګړه توده شوې ده او د یورپ امنیت او همکارۍ د تنظیم مشر لېمبرټو زېنیر وايي، چې د دې له وجې د انساني حقونو ناوړه حالات رامنځ ته شوي دي.

نوموړي پرون د اتوار په ورځ وویل چې دواړو خواو درنې وسلې د جګړې اولنۍ کرښې نزدې کړي او په خاص توګه بیلتونغوښتونکي د شپې په تیاره کې جنګي مشقونه کوي.

لېمبرټو پرون د میونخ امنیتي غونډې په څنډه کې د یوې مرکې پرمهال وویل ډزبندي هغه راز شتون نلري څنګه چې یې مونږ غواړو.

دغه ډزبندي چې د تیر کال فرورۍ منڅک دویم لوظنامې برخه وه د سيپتمبر نه شورو شوه خو د تیر کال په آخره کې جګړه لا نوره سېوا شوه.

د یوکرېن شخړه چې د ۲۰۱۴ م کال د اپریل نه شورو شوې تر دې دمه پکې خوا اوشاه ۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG