'باچاخان پوهنتون له امنیته مطمین یم'
د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر فضل الرحیم مروت نن د ګل په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې په پوهنتون کې د بيا رغونې او نورو امنيتي ګامونو وروسته یې د زدکړو لړۍ بیا پرځای کړې ده. باچاخان پوهنتون د جنورۍ په شلمه د وسله وال له خونړي بریده پس تړل شوی وو، چې د يوه پروفېسر او ګڼو زده کوونکیو په ګډون یوويشت کسان وژل شوي ول. د هاغه برید ذمه واري د طالبانو دره ادم خېل یوې ډلې منلې وه.