د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور روغتونونو په ټپه ولاړ


د پېښور روغتونونه په ټپه ولاړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

د پېښور روغتونونه په ټپه ولاړ

د ډاکټرانو او د پيراميډيکس مشرانو مشال ريډيو ته وويل، تر څو چې غوښتنې نه وي منل شوې کابندیز به یې جاري وي.

د پېښور ډويژن په روغتونونو کې نن د نهې په ورځ ډاکټرانو ، روغتیايي کارمندانو او روغتیاپالو (نرسنګ سټاف) د صوبايي حکومت لخوا د پوسټ ګرېجوېټ ميډېکل انسټيټيوټس ختمولو او پرځای یې د ميډيکل ګورننګ بورډ جوړولو پر ضد کار بنديز کړی دی.

پوسټ ګرېجوېټ ميډېکل انسټيټيوټس سرکاري ادارې دي چې د ډاکټرانو ترقي کوي او هغوی پر دندو ګماري خو د خېبر پښتونخوا حکومت د دې پرځای یوه شخصي (پرایوېټ) روغتیا څارونکې اداره جوړه کړې. دغه اداره به ډاکټران او روغتونونوڅاري، او که یو چا سم کار نه کولو نه له کاره به ګوښه کېږي. خو د ډاکټرانو اتحادیې د حکومت له لوري جوړه شوې نوې اداره نه مني او غوښتنه کوي چې دغه نوی بورډ دې ژرترژره ختم کړل شي.

د ځوان ډاکټرانو ټولنې د لېډي ریډینګ هسپتال مشر ډاکټر امجد مشال ريډېو ته وويل چې که د دوی غوښتنې و نه منل شوې نو له سبا به د ټولې صوبې په روغتونونو کې کاربنديز پيلوي.

ډاکټرانو په سرکاري او پي ډي کې کار بند کړی وو او د مريضانو کتلو لپاره يې بهر خېمې لګولې وې خو بيا هم په روغتون کې زياتره مريضانو د ډاکټرانو د نشتوالي ګيله کوله چې وارډونو ته ډاکتران نه دي ورځي.

بلخوا د ګل په ورځپه صوبه کې د صحت کارکونکو لپاره د کار کولو قانون (لازمي سرویس ايکټ) نافذ کړل شوی دی چې له مخې به يې د احتجاجیانوپرضد قانوني کاروايي کېږي.

عمران خان هم نن پېښور وزير اعلا هاوس کې خبري غونډي ته وويل چې د صحت په اداره کې اصلاحات غريب ولس ته د ښو روغتيايي اسانتياو ورکولو لپاره کوي او په هر قيمت به دغه اصلاحات نافذوي.

بلخوا د ډاکټرانو او د پيراميډيکس مشرانو مشال ريډيو ته وويل، تر څو چې غوښتنې نه وي منل شوې کابندیز به یې جاري وي.

XS
SM
MD
LG