د لاسرسي ځای

تازه خبر

چېک له پاکستانه خپلې نجونې په لسګونه کروړه روپۍ خوشې کړې


هانا همپالووا او انتوني خراستېڅکا
هانا همپالووا او انتوني خراستېڅکا

رسنۍ وایي، د چېک جمهوریت حکومت په پاکستان کې د خپلو دوو برمته شویو ښځو خوشې کولو پر سر برمته ګرو ته شپږ میلیونه ډالر ورکړي دي.

د اتوار په ورځ رېسپېکټ ګڼې په خپل یوه رپوټ کې ویلي دی چې برمته ګرو ته د پیسو ورکولو خبرې اترې د چېک ریاست امنیتي شورا کړې وې.

د چیک دغه زده کونکې هانا همپالووا او انتوني خراستېڅکا د ۲۰۱۳م کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان او ایران له پولې سره نږدې په بلوچستان صوبه کې تښتول شوې وې.

تر دوو کلونو له بند وروستو د ۲۰۱۵م کال د مارچ په ۲۸ مه نېته د چیک حکومت د دغه نجونو پراګ ته د رسیدو خبر اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG