د غني بابا خبرې
غني بابا یو زوړ باهمته پښتون دی چې په کوپه ملا د اوړو درنې بوجۍ اوچتوي او پېښور کې یې له یو ځای نه بل ځای ته لېږدوي. دی وايي ټول عمر یې محنت مزدوري کړې او خپلو بچو ته یې حلاله روزي ګټلې ده. غني بابا د اوو لوڼو پلار دی او نارینه اولاد نه لري، د خپلو بچو ترڅنګ د یوې سپین سرې خور پالنه هم ورپغاړه ده.په اندرشېر بازار کې چې د سرو زرو دوکانونه دي او خلک د سرو او سپینو سودا کوي، غني بابا پښې یابلې ۸۵ کیلو وزني بوجۍ په شا وړي او څو روپۍ ګټي. غني بابا که څه هم په ژوند کې ښه ورځ نه ده لېدلې، خو په خپل حال شکر وباسي او وايي د ژوند هره ګړۍ یې ښکلې ده. د مشال راډیو خبریال خالدخان ورسره په مشال مرکه کې غږېدلی دی.
برخې
-
اپرېل ۱۳, ۲۰۲۴
مصدق عزيز وايي عدليې غيرجمهوري قوتونه ته اييني تحفظ ورکړی دی
-
مارچ ۱۰, ۲۰۲۴
ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی
-
فبروري ۲۵, ۲۰۲۴
محمد ریاض وايي پاکستان کې مفاهمتي سیاست کمزوری کېږي
-
فبروري ۲۱, ۲۰۲۴
مسرت قديم وايي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي