د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تایوان کې زلزلې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


په تایوان کې یوې زورورې زلزلې د شنبې پر ورځ یوه ۱۷ منزله ودانۍ ونړوله چې په کې پنځه تنه مړه شوي او ۳۵ نور د ړنګې ودانۍ تر انبارونو لاندې ورک شوي دي.

د شپږ اعشاریه څلور ریښتر په کچه زلزله تېره شپه وشوه چې د ټایوان په جنوبي ښار ټاینان کې یې ډېر ورانی کړی دی.

تر اوسه لږ تر لږه ۳۱۸ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

شاوخوا ۱۰۰ کورونه له مځکې سره هوار شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG