د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې د بلدیاتي نظام ښه کولو لپاره د امریکا مرسته


"د خېبر پښتونخوا حکومت دې ځايي حکومتونو ته واک وسپاري"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

"د خېبر پښتونخوا حکومت دې ځايي حکومتونو ته واک وسپاري"

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو د صوبايي وزیر عنایت الله په مشرۍ د ناظمانو او مرستیال ناظمانو دغه دري دېرش کسیزه پلاوي د امریکا مرستندویه ادارې د دغه ګام هرکلی کړی دی.

په پېښور کې له امریکايي کونسلېټه خپور شوی یو بیان وايي، د امریکا مرستندویه ادارې (یو اېس اېډ) په خېبر پښتونخوا صوبه کې د بلدیاتي استازیو د روزنې او بلدیاتي نظام پیاوړي کولو لپاره پنځویشت میلیون ډالرو په لګښت یو پروګرام پیل کړی دی.

دا خبره په پېښور کې د امرېکا کونسل جنرل ویلیم مارټن د خېبر پښتونخوا د بیلابیلو ضلعو د ناظمانو او مرستیال ناظمانو په درناوي د امریکا کونسلېټ لخوا د زیارت په ورځ د ماښامنۍ مېلمستیا په یوه پروګرام کې کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو د صوبايي وزیر عنایت الله په مشرۍ د ناظمانو او مرستیال ناظمانو دغه دري دېرش کسیزه پلاوي د امریکا مرستندویه ادارې د دغه ګام هرکلی کړی دی.

د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله د جمعی په ورځ په دغه لړ کې مشال ریډیو ته وویل چې دوی د امریکا مرستندویه ادارې مننه کوي چې په ښه حکمرانۍ او د بلدیاتي ادارو په روزنه کې د جنګځپلېصوبې پښتونخوامرسته کوي.

نوموړي هیله وښودله چې نړیواله ټولنه به د خېبر پښتونخوا د بیا ودانۍ او د سیاسي اډانې ښه کولو او د ښه حکومتدارۍ په برخه کې ورسره لا ډېرې مرستې وکړي.

د پېښورحیات اباد یونین کونسل ۴۴م ناظم عدنان ممرېز مشال راډیو ته وویل، د بلدیاتي نظام پیاوړي کولو لپاره دا خبره اړینه ده چې بلدیاتي استازي په خپل کار او اختیاراتو پوهه شي، ځکه چې ځینې داسې استازي هم شته چې تعلیم نه لري، دغه ډول روزنه هغوی ته ډېره ګټه رسوي. دی زیاتوي حکومت چې د اختیاراتولاندې کچې ته د ورکولو ژمنه کړې وه لا یې هم پرې عمل نه دی کړی.

د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د بلدیاتي استازیو د روزنی لپاره یو پلان جوړ کړی دی او د دې لپاره د امریکا مرستندویه ادارې یو اېس اېډ او ملګرو ملتونو پرمختیايي پروژې (یو اېن ډي پي )ورته پانګه هم ورکړې ده. دی وايي په راتلونکیو دوو نیمو کلونو کې به د ټولو ناظمانو روزنه سر ته ورسېږي. د ده په خبره چې د بلدیاتي ادارو استازي په خپل کار پوهه شي او بلدیاتي نظام پیاوړی شي.

XS
SM
MD
LG