د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له طالبانو سره د مخامخ خبرو کېدو امکان دی"


د سولې شورا د نړېوالو اړیکو کمېټې مشر حبیب الله فوزي وايي، په راتلونکې څلور اړخیزه غونډه کې به د یوشمېر پرېکړو سربیره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي:

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، چې د سولې په اړه درېیمه څلور اړخیزه غونډه به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ د پګواش څېړنیز بنسټ په غونډه کې د طالبانو شرایطو او دریځ ته په کتو احتمال شته چې طالبان به د سولې په درېیمه څلور اړخېزه غونډه کې ګډون وکړي.

د دغې شورا د نړېوالو اړیکو کمېټې مشر حبیب الله فوزي د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل؛ په راتلونکې څلور اړخیزه غونډه کې به د یوشمېر پرېکړو سربیره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي:

"د دغو څلور اړخیزو غونډو په پای کې به موافقه وشي چې څنګه کولای شي په نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي او له کومو تګلارو مخکې ولاړ شي؛ دا چې په درېیمه ناسته کې به طالبان او یا د حزب اسلامي حکمتیار استازي راځي؛ زه یې نه ردوم، احتمال د دې لري چې ګډون وکړي؛ ولې له دې وروسته غالب احتمال د دې شته طالبانو به په مذاکراتو کې حاضر شي."

ښاغلي فوزي زیاته کړه، احتمال شته چې د ملامنصور په مشرۍ د طالبانو ځواکمنه ډله به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي او له دې سره به د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بېله شوې ډله او د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي استازي به هم د سولې خبرو ته وهڅول شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان درېیمه څلور اړخیزه غونډه د روانې فبروري په شپږمه په اسلام اباد کې جوړه شي.

له دې وړاندې دې ته ورته دوه غونډې یوه په اسلام اباد او بله یې په کابل کې ترسره شوې چې له طالبانو سره د سولې لارې په نقشې بحثونه په کې شوي وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې درېیمې څلور اړخیزې غونډې ته بشپړ چمتوالی لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د لارې نقشې متن یې چمتو کړی او د غونډې ګډونوالو ته یې سپارلی دی:

"په مخکنۍ غونډه کې د سولې لار د نقشې په ټولو اړخونو موافقه وشوه؛ هیله من یو او په پاتې برخې به یې د اسلام باد په خبرو کې نهايي شي؛ موږ د سولې د لارې د نقشې متن چمتو کړی او درې اړخیزو خواوو ته مو سپارلی؛ دوی هم خپل نظرونه یاداشت کوي، هیله مو دا ده چې د سولې د لار نقشې په متن توافق وشي."

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې چین، پاکستان او امریکا د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او پر طالبانو د خپل اغیز په کارولو کولای شي هغوی د سولې خبرو اترو ته چمتو کړي.

د سیاسيچارو کارپوه داود مایار ازادي راډيو ته وویل چې درې واړه هېوادونه باید د افغانستان د سولې په خبرو کې صداقت وښيي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG