د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي برید ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې


کابل: یو افغان پولیس سرتېری د ځانمرګي برید چاودنې ځای سره جوخت امنیت ساتي
کابل: یو افغان پولیس سرتېری د ځانمرګي برید چاودنې ځای سره جوخت امنیت ساتي

نن دوشنبه تر غرمې وروسته شاوخوا دوې بجې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د سرحدي پولیسو قوماندانۍ مخې ته یو ځانمرګی برید شوی دی.

د سرحدي پولیسو قوماندانۍ یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ له ازاي راډیو سره په خبرو کې یې وویل، یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې قوماندانۍ ته ننوځي، د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندلو وروسته پرې ډزې وشوې.

د دغه مسوول په وینا، چاودنې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خو د تلفاتو د کره شمېر یې نه دی ښودلی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG