د کندز سیمه ییز چارواکي وایي، په امام صاحب ولسوالۍ کې تاجکستاني جګړه مار،وسله والو طالبانو ته د ماین جوړونۍ په برخه کې روزنه ورکوي.
د امام صاحب ولسوال امان الدین قرېشي مشال راډیو ته وویل چې د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې په دې ولسوالۍ کې څه باندې ۲۰۰ تنه بهرني جګړه مار شتون لري، چې څه باندې ۴۰ تنه یې د تاجکستان هېواد دي.
د نوموړې د خبرو پر بنسټ، دغو جګړه مارو د امو سیند هغې غاړې ته د تاجکستان په ځنګلونو کې پټنځایونه هم جوړ کړي دي.
قرېشي زیاتوي چې باید د دولت ضد عناصرو پر وړاندې پراخ پوځي تصفیوي عمليات پیل شي.