پېښور: د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت هغه رپورټ بې اساسه ګرځولی دی په کوم کې چې د یاد پوهنتون د نامناسب امنیت ساتنې زمه واري پر وایس چانسلر اچول شوې ده.
دا رپوټ د پېښور د کمیشنر محمد فخر عالم په مشرۍ کې هغې کميټۍ خپور کړی کومه چې پر باچا خان پوهنتون تر برید وروسته د پلټنو لپاره جوړه شوې وه.
دا برید وسله والو د جنورۍ پر شلمه نېټه کړی وو په کوم کې چې د یو پروفیسر حامد حسېن په ګډون لږ تر لږه یووشت کسان وژل شوي وو چې زیاتره پکې د پوهنتون زده کوونکي وو.
د پلټنو لپاره جوړې شوې کمېټۍ په خپاره کړي رپوټ کې ویلي چې د باچا خان پوهنتون د کمزوري او نامناسب امنیت ساتنې پړه د دې پوهنتون پر وایس چانسلر او امنیت ساتنې څانګې پر غاړه ده.
ډاکټر فضل رحیم مروت نن دې رپوټ ته په غبذګون کې مشال راډیو ته وویل ، د یو تعلیمي ادارې ښوونکی دې د کمزوري امنیت زمه وار ګڼل په خپله د غندنې وړ خبره ده.
فضل رحيم مروت وویل ، د یو ښوونکي په توګه یې هغه مسوولیت په ښه توګه سر ته رسولی دی کوم چې پر ده لازم وو.
د باچا خان پوهنتون ویاند سيد خان خليل هم د کمېټۍ خپور کړی رپوټ رد کړ او ویې ویل چې د امنیت زمه واري د ښوونکو نه بلکې د امنیتي ادارو وي.
سید خان خلیل پوښتنه راپورته کړه “چې کله وسله والو پر پوهنتون برید وکړ ، پولیس او پوځ نه وو راغلي نو تر هغه وخته د وسله والو مقابله ایا فرشتو کوله؟