د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په مستونګ کې پنځه وسله وال وژل شوي


په کوټه کې د پاکستاني ملېشه او له مرکزي دفتره رسنيو ته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د دوی سرتېرو د صوبې د مستونګ په دتو سیمه کې پنځه وسله وال وژلي دي.

له دې خبرپاڼې سره سم په وژل شويو وسله والو کې د بلوچ لیبرېشن ارمي يا بي ايل اې نومي وسله والې ډلې يو مهم قومندان اشرف او د هغه څلور نور ملګري وژل شوي او د دوی له ځایه يې لاسي بمونه، وسله او کمپيوټري ترلاسه کړي دي.

د ځواکونو په خبره دا وسله وال نه يواځې په همدې سیمه کې پر امنيتي ځواکونو په بریدونو کې ککړ وو، بلکې همدلته د ولسي وګړيو په هدفي وژنه او د پېسو لپاره د انسان تښتوونو په پېښو کې يې هم لاس درلود.

پاکستاني ملېشه رسنيو ته د دې وژل شويو عکسونه هم خپاره کړي، چې له عکسونو ښکاري دا کسان په يوه کور کې وژل شوي دي.

بلوچ لیبرېشن ارمي یا بي ایل اې د خپلواکي غوښتونکو وسله والو بلوڅو يوه ډله ده، چې له تېرې يوې لسیزې راهیسې يې د کوټې په شمول د صوبې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د پاکستاني ریاست پر ضد وسله واله مبارزه کوي.

تراوسه د پاکستاني ملېشه و ددې ادعاو په اړه يادې ډلې رسنيو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG