د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د ترهه ګرۍ خلاف جنګ به جاري ساتو


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف یو وارې بیا ټینګار کړې چې تر هغه به یې حکومت د ترهه ګري خلاف جنګ جاري ساتي تر څو چې د هېواد له خاورې آخري وسله وال له منځه نه وي وړل شوی.

د پاکستان سرکاري رېډیو خبر ورکوي، نوموړي نن په اسلام آباد کې د یوې غونډې پر مهال دا خبره وکړه. په غونډه کې د ملک مجموعي امنیتي صورتحال او په اقتصادي حالت خبرې وشوې.

نواز شریف په دې خبره زور راوړ چې هېواد یې د استحکام او اقتصادي پرمختګ د حصول لپاره په سمه لاره روان دی.

نوموړي وویل له هېواده د ترهه ګري ختمول او پر امنه پاکستان یې د حکومت لومړیتوب دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG