د بلوچستان په پښتون مېشه سیمه ږوب کې د جمعې په ماسپښين د پاکستاني پوځ له چاوڼۍ سره برید شوی دی، چې د استخباراتي سرچينو په خبره څلور سرتېري ژوبل شوي دي. د برید څرنګوالی لا نه دی جوت.
خو د اعظم مسود په نامه يو تن چې خپلځان د مسود طالبانو ویاند بولي، مشال راډيو ته يې د دې برید ذمه واري قبوله کړې ده او زیاتوي، دا يو ځانمرګی برید وو.