د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، چین او ایران د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په راتلونکو لسو کلونو کي ۶۰۰ اربه ډالرو ته د تجارت په زیاتولو سلا شوې دي.
ولسمشر روحانی دغه څرګندوني پرون په تهران کي د چین له ولسمشر ( شی ژین پینګ) سره تر لیدني وروسته کړې.
له دې ورسته شي ژین پینګ د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنیايې سره هم ولیدل ، د ایت الله علي خامینايي له خولې ویل شوې دي چې تهران له زیاتو خپلواکو هیوادونو سره همکاري کول غواړي خو ایرانیان کله هم په مغرب یقین نه کوي.