د لاسرسي ځای

تازه خبر
پر باچاخان پوهنتون د برید حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

پر باچاخان پوهنتون د برید حال

د باچا خان پوهنتون برید شېبه په شېبه حال

چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله والو په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون برید وکړ چې پکې ۲۰ کسان وژل شوي، شاوخوا ۲۰ ژوبل دي. د دره ادم خېلو طالبانو یوې ډلې د برید ذمه واري منلې ده.

باچا خان پوهنتون برید: موږ تر اوسه څومره معلومات لرو؟

۱. چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله وال په چارسده کې د باچا خان پوهنتون ودانۍ شا له خوا پر دېوالونو ورواوښتل.
۲. وسله وال د زده کوونکو پر لیلیې (یا هاسټل) او د مېنېجمنټ او کمپیوټر ساینس پر بلاکونو برید وکړ.
۳. چارواکي وايي، بریدګر په وسلو او بمونو سمبال ول.
۴. برید پر داسې مهال وشو چې په پوهنتون کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د ۲۸م تلین په مناسبت د ((امن مشاعرې)) تیاری روان وو.
۴. د چارسدې او خیبر پښتونخوا امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل شوي دي.
۵. په وژل شویو او ژوبلو کې د پوهنتون استادان او زده کوونکي هم شامل دي.
۶. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تر برید وروسته په چارسده کې خبریالانو ته وویل، کله چې وسله والو پر پوهنتون حمله وکړه نو هلته ((د پوهنتون ۵۴ ساتونکي موجود ول چې له وسله والو سره یې نښته وکړه.)) نوموړی وايي، تر دې وروسته پولیس هم ودانۍ ته ورورسېدل.
عمران خان زیاته کړه چې که ساتونکو د وسله والو سم او پر وخت مقاومت نه وای کړی، نو ښايي تاوان له دې هم زیات شوی وای.
۷. د پاکستان پوځ رسنیو ته وویل، چې په حمله کې یې ټول څلور وسله وال وژلي دي.
۸. د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د برید ځای ته ولاړ، بیا یې په پېښور کې د امنیت یوې بېړنۍ غونډې مشري وکړه. هلته صوبايي او وفاقي حکومتونو او سیاستوالانو، فعالانو او د بشري حقونو ادارو د برید سخته غندنه کړې.
۹. د خیبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې درې ورځنی ویر اعلان کړ.
۱۰. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې دا برید ((غندلی)) او دا یې ((غیر شرعي)) بللی دی خو په دره ادم خېلو کې د طالبانو یوې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

باچا خان پوهنتون وپېژنئ

د باچا خان پوهتون په چارسده کې په۲۰۱۲م کال د جولای پر درېيمه نېټه جوړ کړل شوی وو. د باچا خان پوهتون پر ووبپاڼه لیکل شوي، دا پوهنتون د لوړو زده کړو تر څنګ، د یو ((معياري څېړنيز مرکز په توګه هم کارول کېږي.))

ووبپاڼه وايي، ((د پوهتون جووړلو مقصد)) د خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان (باچا خان) د سولې، ((عدم تشدد او جهاني ورورولۍ پیغام خپرول دي.))

د پوهتون مشر ژبپوه او نصابپوه ډاکتر فضل رحيم مروت دی.

په دي پوهنتون کې د انګريزۍ، ځمکپوهنې (جيالوژۍ)، ژوتخنیکپوهنتې (بایو ټېکنالوژۍ)، ریاضۍ، د بوټپوهنې (باټني)، کیمیا، پنځپوهنې (طبیعیات یا فېزېکس)، کمپیوټرپوهنې، مېنېجمنټ ساینس، ټولنپوهنې (سوشیالوژۍ)، کرنپوهنې (زراعت) او خزدکپوهنې (علم الحشرات یا اېنټامولوژي) څانګې شاملې دي.

له دې سره سره په پوهنتون کې د پښتونخوا مطالعاتو څېړنیز مرکز هم دی.

په باچا خان پوهنتون کې شاوخوا ۶۰۰۰ زده کوونکي دي او پکې شاوخوا ۶۰۰ استادان او د عملې نور کسان شامل دي.

د جماعت اسلامي امیر سراج الحق پر باچاخان پوهنتون د وسله والو برید غندنه وکړه او پر حکومت یې غږ/ږغ وکړ چې د ولس ژوند دې وژغوري. هغه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د ولس سرژغورنه د ولس کار نه بلکې د امنیتي ادارو مسولیت دی.

د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون د وسله والو برید چې څومره هم غندنه وشي کمه ده. ده وویل چې خپله چارسدې ته روان دی چې له نژدې څخه پېښه وڅاري او هغه نیمګړتیاوې چې ترې ترسره شوې دي وباسي او دا به ګوري چې څنګه د امنیت په برخه کې لا ښه والی راوړي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG