د لاسرسي ځای

تازه خبر
پر باچاخان پوهنتون د برید حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

پر باچاخان پوهنتون د برید حال

د باچا خان پوهنتون برید شېبه په شېبه حال

چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله والو په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون برید وکړ چې پکې ۲۰ کسان وژل شوي، شاوخوا ۲۰ ژوبل دي. د دره ادم خېلو طالبانو یوې ډلې د برید ذمه واري منلې ده.

باچا خان پوهنتون برید: موږ تر اوسه څومره معلومات لرو؟

۱. چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله وال په چارسده کې د باچا خان پوهنتون ودانۍ شا له خوا پر دېوالونو ورواوښتل.
۲. وسله وال د زده کوونکو پر لیلیې (یا هاسټل) او د مېنېجمنټ او کمپیوټر ساینس پر بلاکونو برید وکړ.
۳. چارواکي وايي، بریدګر په وسلو او بمونو سمبال ول.
۴. برید پر داسې مهال وشو چې په پوهنتون کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د ۲۸م تلین په مناسبت د ((امن مشاعرې)) تیاری روان وو.
۴. د چارسدې او خیبر پښتونخوا امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل شوي دي.
۵. په وژل شویو او ژوبلو کې د پوهنتون استادان او زده کوونکي هم شامل دي.
۶. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تر برید وروسته په چارسده کې خبریالانو ته وویل، کله چې وسله والو پر پوهنتون حمله وکړه نو هلته ((د پوهنتون ۵۴ ساتونکي موجود ول چې له وسله والو سره یې نښته وکړه.)) نوموړی وايي، تر دې وروسته پولیس هم ودانۍ ته ورورسېدل.
عمران خان زیاته کړه چې که ساتونکو د وسله والو سم او پر وخت مقاومت نه وای کړی، نو ښايي تاوان له دې هم زیات شوی وای.
۷. د پاکستان پوځ رسنیو ته وویل، چې په حمله کې یې ټول څلور وسله وال وژلي دي.
۸. د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د برید ځای ته ولاړ، بیا یې په پېښور کې د امنیت یوې بېړنۍ غونډې مشري وکړه. هلته صوبايي او وفاقي حکومتونو او سیاستوالانو، فعالانو او د بشري حقونو ادارو د برید سخته غندنه کړې.
۹. د خیبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې درې ورځنی ویر اعلان کړ.
۱۰. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې دا برید ((غندلی)) او دا یې ((غیر شرعي)) بللی دی خو په دره ادم خېلو کې د طالبانو یوې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

باچا خان پوهنتون برید: موږ تر اوسه څه معلومات لرو؟

۱.چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله وال په چارسده کې د باچا خان پوهنتون ودانۍ شا له خوا پر دېوالونو ورواوښتل.
۲. وسله وال د زده کوونکو پر لیلیې (یا هاسټل) او د مېنېجمنټ او کمپیوټر ساینس پر بلاکونو برید وکړ.
۳. چارواکي وايي، بریدګر په وسلو او بمونو سمبال ول.
۴. برید پر داسې مهال وشو چې په پوهنتون کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د ۲۸م تلین په مناسبت د ((امن مشاعرې)) تیاری روان وو.
۴. د چارسدې او خیبر پښتونخوا امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل شوي دي.
۵. په وژل شویو او ژوبلو کې د پوهنتون استادان او زده کوونکي هم شامل دي.
۶. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تر برید وروسته په چارسده کې خبریالانو ته وویل، کله چې وسله والو پر پوهنتون حمله وکړه نو هلته ((د پوهنتون ۵۴ ساتونکي موجود ول چې له وسله والو سره یې نښته وکړه.)) نوموړی وايي، تر دې وروسته پولیس هم ودانۍ ته ورورسېدل.
عمران خان زیاته کړه چې که ساتونکو د وسله والو سم او پر وخت مقاومت نه وای کړی، نو ښايي تاوان له دې هم زیات شوی وای.
۷. د پاکستان پوځ رسنیو ته وویل، چې په حمله کې یې ټول څلور وسله وال وژلي دي.
۸. د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د برید ځای ته ولاړ، بیا یې په پېښور کې د امنیت یوې بېړنۍ غونډې مشري وکړه. هلته صوبايي او وفاقي حکومتونو او سیاستوالانو، فعالانو او د بشري حقونو ادارو د برید سخته غندنه کړې.
۹. د خیبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې درې ورځنی ویر اعلان کړ.
۱۰. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې دا برید ((غندلی)) او دا یې ((غیر شرعي)) بللی دی خو په دره ادم خېلو کې د طالبانو یوې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل د باچا خان پوهنتون برید غندنه کړې او دا یې ((ممکنه جنګي جرم یا جنایت)) بللی دی.

دې ادارې په خپل بیان کې ویلي، وسله والو ((قصداً د ملکي وګړو په نښه کولو سره د نړیوال بشري قانون مرکزي اصل سرغړونه کړې.))

د پښتو ژبې نومیالي سندرغاړي کرن خان د باچا خان پوهنتون برید په تړاو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:
((پښتو له نصابه وباسي او پښتانه له حسابه وباسي))
د هغه پوره بیان دلته ولولئ:

د افغانستان ولسمشر ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر پر باچا خان پوهنتون نننی برید غندلی دی. د هغه له دفتره خپور شوی بیان لاندې درته کټ مټ خپروو:

((د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چهارشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا کې پر پاچاخان پوهنتون تروریستي برید په کلکو ټکو غندلی دی او دا برید یې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د سولې او نه تاوتریخوالي پر مفکورې او مبارزې برید بللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د برید له قربانیانو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې په پاکستان او سیمه کې سوله د افغانستان له سولې سره تړلې او دا هغه وخت دی، چې د افغانستان د سولې خبرې تر هر بل وخت ډېر ارزښت پیدا کوي او په کار ده چې په دې پروسه کې ښکېل اړخونه په افغانستان کې د بشپړې سولې د راتلو لپاره خپلې هلې ځلې لا چټکې کړي.

د ملي امنیت سلاکار د خیبر پښتونخوا له ولس، د عوامي نېشنل ګوند له غړو او د پاچا خان د نه تاوتریخوالي د مفکورې له ټولو لارویانو سره د تسلیت مراتب شریک کړي دي.))

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG