- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزی وايي:
دا ډېره زړه چاودونکې واقعه ده. یو کال مخکې پر ارمي پبلېک سکول حمله وشوه او بیا چې نیشنل اېکشن پلان جوړ شو نو موږ دا هیله لرله چې د ښه او بد طالب توپیر به ختم شي او پر دې تګلاره به سم عمل وشي.
خو نن د باچا خان ۲۸م تلین پر وخت دا حمله پر امن برید دی، د باچا خان عدم تشدد پر فلسفې حمله ده نو د پاکستان حکومت دې له زړورتیا کار واخلي دا ورځ د ((عدم تشدد)) قامي ورځ اعلان کړي.
موږ باید د هر ډول سختدریځۍ او تندروۍ پر ضد یو شو.
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
خادم حسین: د پاکستان تګلارې جوړوونکې ادارې په لومړیتوبونو ټاکلو کې ستونزه لري.
د دې ادارو عمومي بیانیه پر دې بنیاد ولاړه ده چې ((تاسو به د غیر دولتي عناصرو له لارې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوئ.))
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
د پېښور پوهنتون پخوانی مشر او د اسلامي علومو استاد ډاکتر قبله ایاز وايي: پاکستان باید په افغانستان کې د امن لپاره کار وکړي او په هند کې هم د غیر ریاستي عناصرو رول کمولو هڅه وکړي. بیا به دا ډول حملې کمېږي.
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
خادم حسین وايي: په امنیتي او بهرنیو پالیسیو کې د ولسي حکومت ډېر کم رول پاتې شوی دی. بل دا چې په نیشنل اېکشن پلان کې له [۲۰ نکتو] یوازې یوه، یانې د پوځي عدالتونو جوړولو نکته عملي شوې ده.
نورې نکتې لکه د سختدریځۍ فکر ضد کار کول، د مدرسو اصلاحات وغیر نه دي عملې شوې.
بل دا چې د نیشنل اېکشن پلان ۸۰ فیصده برخه له امنیتي اېسټیبلېشمنټ سره تړلې ده، پاتې ۲۰ فیصده له وفاقي حکومت سره تړلې ده. نو د نیشنل اېکشن پلان نه عملي کېدو ذمه واري پر حکومت نشي اچول کېدای.