- لیکوال/لیکواله قاسم خان مندوخېل
۳۵ مړه، ژوبل استادان او زده کوونکي مو روغتون یووړل
د اېدهي خېریه ادارې یوه کارکونکی وايي، پر باچا خان پوهنتون له بریده پس یې نژدې ۳۵ تنه روغتون ته وړي چې په هغوی کې استادان او زده کوونکي هم شامل ول.
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
یو بل پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي: یوازې په پوځي عملیاتو ترهګري نشي ختمېدای. پاکستان دا سم کار کړی وو چې نیشنل اېکشن پلان یې جوړ کړ خو ورباندې صوبايي حکومتونو یا وفاقي حکومتونو سم عمل ونکړ.
زما په خیال کې په پاکستاني مشرتابه کې سیاسي هوډ او اراده نشته، د وېرې ښکار دي، په بعضو ځایونو کې [سیاسي ډلې] له وسله والو سره لار لري.
زما په خیال تر هغو چې د پاکستان پوځ دا نه وي ویلي چې [په تېرو وختونو کې یې د وسله والو ساتلو او روزلو] غلطي یا تېروتنه کړې وه او د افغانستان سولې لپاره کار نه وي شوی نو دا حملې به روانې وي.
- لیکوال/لیکواله قاسم خان مندوخېل
پوځ او پولیس ډېر ناوخته راورسېدل
د چارسدې باچاخان پوهنتون یو زده کوونکی فضل الحق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې لومړی چې وسله والو یې پر هاسټل برید وکړ او د هر زده کوونکي د کوټې دروازه به یې ټکوله او ځای پر ځای به یې ډزې پرې کولې او وژل به یې. دی وايي په خپلو سترګو یې ملګري ولیدل چې وسله والو وژلي ول.
فضل الحق زیاتوي، د پوهنتون ساتونکیو ډېره مېړنه وښودله او چې څومره مرمۍ ورسره وې هغه یې ټولې پر وسله والو تمامې کړې.
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
سید نذیر: دا څو حملې چې مسلسل وشوې نو داسې ښکاري چې نورې حملې به هم کېږي ځکه چې دا جنګ په یو یا یو نیم کال کې نه ختمېږي.