د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر باچاخان پوهنتون د برید تصویرونه

د چارشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د خېبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون د وسله والو په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي دي. راپورونه وايي په مړو او ژوبلو کې د پوهنتون زدکونکي او استاذان هم شامل دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت پخواني وزیر او د اسمبلۍ غړي شوکت یوسفزي رسنیو سره د خبرو پرمهال تایید کړه چې په دې برید کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي.

د پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر فضل الرحیم مروت مشال ریډیو ته وویل چې په یاد پوهنتون کې درې زره هلکان او جینکۍ زدکړې کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او تر اوسه څلور بریدګر وژل شوي دي.

عیني شاهدین وايي په پوهنتون کې د چاودنو اوازونه هم اوریدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG