د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: بندیانو ته نشي مواد رسېږي


د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په بندي خانه کې بندیانو ته د نشه یي توکو انتقال د روږدو په شمېر کې ډېروالی راوستی.

د غور محبس د روغتون مسوول ډاکتر محمد عمر لعل زاد ازادۍ راډیو ته ویلي یو شمېر هغه کسان چې د بندیانو د لیدولو لپاره بندیخانې ته ځي له ځان سره نشه يی توکي انتقالوي چې په دې توګه په بندیخانه کې د روږدو بندیانو شمېر زیات شوی دی.

د ښاغلي لعل زاد په وینا که دغه وضیعت دوام پیدا کړي د غور په بندیخانه کې به د روږدو بندیانو وضیعت نور هم خراب شي او پکار ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وشي.

د غور ولایت د بندیخانې مسوولینو تر اوس په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG