پاکستان د جېش محمد په نوم د وسله والې ډلې د یو شمېر غړیو نیولو خبر ورکړی چې ښايي د هند هوايي ځواکونو پر یوه مرکزپه حمله کې یې لاس درلود.
وزیر اعظم نواز شریف د جنورۍ پر ۱۳مه وویل، د جېش محمد افراطي ډلې ګڼ غړي یې نیولي دي.
هندي چارواکي وايي، د دوی هوايي ځواکونو پر مرکزحمله جېش محمد ډلې کړې ده.
ښاغلي شریف همدا راز ویلي چې د اضافي څېړنو او معلوماتو راغونډولو لپاره به یو ځانګړی پلاوی د هند پټانکوټ ته واستوي.