د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېنګل: بلوڅان د هغه پرمختګ ضد دي چې راتلونکې یې تیاره کوي


پراګ - د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) ډلې مشر سردار اختر مېنګل وايي، د چین – پاکستان اقتصادي لار مسلې هواری یوازې په هغه صورت کې ممکن دی چې د دې ((پروژې ملکیت بلوچستان ته وسپارل شي.))

نوموړي له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، بلوڅان د هغه پرمختګ خلاف دي چې له کبله یې د بلوچستان راتلونکې تیاره کېږي.

ده وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار درې مرحلې لري چې بېلا بېلې اندېښنې او پوښتنې یې زېږولې دي:

((لومړۍ مرحله دا ده چې په دې کې د چین حکومت او کمپنۍ د ۴۶ اربه امریکايي ډالرو پانګونه کوي. په دې کې د بلوچستان څومره برخه ده؟ځکه چې بې له ګوادر او بلوچستانه دا لار نامکمله ده. د دې پانګونې په بلوچستان کې د لګولو په اړه موږ ته هېڅ کس واضح انځور نه ښيي. دویم، کله چې دا لار جوړه شي او کار پیل کړي، نو له دې پیدا کېدونکې ګټه، که د ګوادر بندر وي، د توانایۍ له پروژو پیدا کېدونکې پیسې وي یا د لویې لار مالیه وي، په هغې کې به بلوچستان ته څه ورکول کېږي؟ درېیم، حکومت له اوسه وايي چې په بلوچستان کې مسلکي کارکوونکي نشته، نو د دې پروژې له بشپړېدو سره به چې بلوچستان ته د کارکوونکو او کارګرانو ورتګ سلسله پیل شي نو که دا قانون سازي ونشي چې له بهره بلوچستان ته تلونکو خلکو ته به د ووټ ورکولو حق نه وي او د بلوچستان شناختي کارډ به نشي جوړولای، نو د بلوچستان اصلي اوسېدونکي به په اقلیت وربدل کړل شي.))

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر مېنګل
د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر مېنګل

اختر مېنګل وویل، وار له مخه، د ګوادر اوسېدونکي او کب نیوونکي یا ماهیګیران له ((سمندرګي ۳۵ کیلومیټره لرې ځایونو ته د منتقلولو هڅې روانې دي)) او د ګوادر ښار خلکو ته بېل شناختي کارډونه جوړول کېږي:

((د ګوادر ښار اوسېدونکو ته د نویو شناختي کارډونو جوړولو ویل شوي دي. د دې مانا دا ده چې د ګوادر ښار له اوسېدونکو پرته هغې سیمې ته د [بلوچستان نورو برخو] خلک نشي ور داخلېدای. له دې سره، د ګوادر پر پوله شاوخوا ۱۵۶ امنیتي پوستې جوړول کېږي او ورسره د تالاشۍ نوی نظام لګول شوی دی چې ښار ته د هر داخلېدونکي کس تالاشي اخیستل کېږي.))

سردار اختر مېنګل زیاته کړه چې په بلوچستان کې ((د بېلتونپالۍ وسله وال تحریک)) پیلېدو لامل دا دی چې د پاکستان واکدارانو، د هغې سیمې اوسېدونکي ((پر خپلې خاورې او وسایلو له واک او اختیار لرلو بې برخې کړي دي.))

د مېنګل څرګندونو او اندېښنو په اړه مو په بیا بیا د پاکستان وفاقي حکومت له ویاند سره د رابطې هڅه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

البته په تېرو وختونو کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) په مشرۍ جوړ وفاقي حکومت دا تورونه رد کړي چې ګواکې د کاشغر – ګوادر اقتصادي لار یې پنجاب ته اړولې، یا پښتونخوا او بلوچستان به د دې لار له ګټو بې برخې ساتي او یا امتیازي چلند ورسره کوي. د پاکستان حکومت زیاتوي چې د ۲۰۱۵ز د مې پر ۲۸مه په شوې ټولګوندیزه غونډه کې پر خپلې هغې ژمنې ولاړ دی چې د اقتصادي لار غربي برخه به لومړی بشپړوي.

XS
SM
MD
LG