د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام حکومت د جنیوا په غونډه کې ګډون ته تیار دی


د شام د بهرنیو چارو وزیر وايي ، هیواد یې د روانې میاشتي په پای کې د جینوا په کیدونکې غونډه کې ګډون ته تیار دی خو په دغه غونډه کې د برخه اخیستونکو مخالفه ډلو فهرست لیدل غواړي.

د سرکاري خبري اژانس ثنا تر مخه ولید المعلم پرون ویلي دي چې د شام حکومت دا باوري کول غواړي چې وسله والي ډلې به پدی غونډه کې ګډون نه کوي.

ولید المعلم دا څرګندوني په دمشق کې د ملګرو ملتونو له یو استازی سره د ملاقات پر مهال کړي دي .

د شام حکومت ویلي دي چې باید د امن د خبرو زیات پام د ترهګری ختمولو طرف ته وي خو مخالفه ډلې غواړي چې د امن د هر تړون له مخې بشار السد له واکه لري شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG