د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خلیج شپږو هیوادونو د ایران په وړاندې د سعودي ملاتړ اعلان کړ


د سعودي عرب او ایران ترمنځ په رامنځ ته شوي کړکېچ کي د خلیجهمکارۍ شپږ هیوادونو لهسعودي عرب سره خپل ملاتړ اعلان کړي.

دې هیوادنو هغه څه غندلي دي چي دوی د ایران لخوا د ریاض په داخلي چارو کي مداخله بلې ده.

د خلیج د همکارۍ شورا د شپږو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ ناوخته په ریاض کي تر یو ځانګړې ناسته وروسته په یو بیان کې ویل چې دوی د ایران او سعودي ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکیچ د زیاتوالی په هکله خبري وکړې .

دسعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیرایران پر دې تورن کړي دي چې له ترهګرۍ سره ملاتړ کوي .

عادل ال جبیر زیاته کړه چې که ایران خپلو اوسنیو تګلارو ته دوام ورکړ نو سعودي عرب به په لا نورو ګامونو پروته کولو غور وکړي.

د ایران او سعودي عرب تر مینځ په روانه میاشت کې تاوتریخوالي له هغې وروسته زیات شو چې سعودي عرب یو شعیه عالم نمرال نمر ته پانسۍ ورکړه.

XS
SM
MD
LG