د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ د پاکستان او هند ترمينځ تاشقند تړون ”


“ د پاکستان او هند ترمينځ تاشقند تړون ”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:41 0:00

د پاکستان او هند ترمينځ په ۱۹۶۶ کې د جنورۍ پر ۱۰مه نېټه د پخواني شوروي اتحاد په کوربه توب د سولي يو تړون وشو چې د تاشقند تړون په نوم ياديږي. په ۱۹۶۵ کې د دواړو هېوادونو ترمينځ جنګ وشو او د ملګرو ملتونو په ګډون د امريکا، پخواني شوروي اتحاد ترڅنګ نورو هېوادونو په هڅو اوربند وشو. په څلور ورځنيو خبرو اترو کې د پاکستان استازيتوب د هغه وخت پوځي ولسمشر جنرال ايوب خان او د هند له لورې د هغه هېواد لومړي وزير لال بهادر شاستري وکړ. په تړون کې راغلي ول هند به د پاکستان قبضه شوې سيمې پرېږدي او دواړه هېوادونه به هغو سيمو ته بېرته ګرځي چې تر جنګ له مخه ورسره وې، دارنګه د تړون له مخې دواړه هېوادونه وتړل شول چې د يو بل په کورنيو چارو کې به مداخله نه کوي. دپلوماتيکې او اقتصادي اړيکي به بحالوي، جنګي بنديان به سره تبادله کوي او د پاکستان او هند مشران به دوه اړخيزه اړيکي ښه کوي.

XS
SM
MD
LG