د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د افغانستان کریکېټ ملي ټیم بری وستایلو


د افغانستان کریکېټ ټیم و زیمباوې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي په خپله نامه کړه. ۷م جنوري ۲۰۱۶
د افغانستان کریکېټ ټیم و زیمباوې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي په خپله نامه کړه. ۷م جنوري ۲۰۱۶

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغان لوبغاړو د افغانستان لپاره ویاړ ور په برخه کړ او له حده زیاته خوښۍ یې ټولو ته وبښلې.

افغان کرکټ ملي ټيم بېګا شپه زیمبابوې ته د پنځو یو ورځنیو لوبو په فاینل سیالي کې ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګاټه.

افغان ټيم په دې ټورنمنټ کې ۳ پر ۲ له زیمبابوې مخکې شو او په دې سره په نړۍ کې د کرکټ په لسو غوره ټیمونو کې راغلی.

افغان ټیم په پرونۍ لوبه کې زیمبابوې ته په دوه وېکټو په داسې حال کې ماته ورکړه چې ۲۴۹ هدف یې پوره کړ او پکې ګلبدین نایب ۸۲ منډې وکړې چې افغان لوبډلې ته ډېر په ګټه تمامې شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG