د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۲۷ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار چارواکي وایي چې د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په نښته کې ۲۷ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: دا نښته نن شاوخوا درې بجې رامنځته شوې وه چې له امله یې ۱۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي او اته نور بې ټپیان شوي دي.

د خوګياڼي په خبره په دغه نښته کې پینځه طالب وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپیان شوي دي.
د یادې نښتې په اړه وسله والو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG