د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو لپاره پر کميټۍ د ځینو قبایلي مشرانو نیوکې


د خیبر سیاسي ګوندونو اتحادیې مشران وايي ، د فاټا اصلاحاتو لپاره د وزیر اعظم لخوا جوړې شوې کمیټی په راتلونکې غونډه کېتر اوسه دوی ته د شاملیدو بلنه نه ده ورکړل شوې.

د یادېاتحادیې مشر او د پاکستان پیپلز ګوند د خیبر ایجنسۍ صدر حضرت ولي اپریدي نن مشال ریډیو ته وویل ،دغه غوڼده به په راتلونکو نزدیو ورځو کې په خیبر ایجنسې کې هم کیږي چېپکې د ګډون لپاره تر اوسه یوازې ځایي حکومت پلوه مشرانو او ملکانو ته بلنه ورکړل شوې ده . نوموړي زیاته کړه ، که په غونډه کې د ګډون لپاره دوی ته بلنه ورنکړل شوه نو پر ضد به یې احتجاج وکړي.

XS
SM
MD
LG