د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې کوره خلکو د ستنولو لپاره حکومت پوره هڅې کوي


د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن ويلي دي چې د فاټا د بې کوره شوو خلکو د بياستنېدو لپاره به حکومت خپل ټول وسايل په کار راولي.

نوموړي دا خبره پرون د فاټا ځوانانو د لوبو لومړۍ مېلې د پای دستورې ته د وينا پر وخت وکړه.

د ستورې ته د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي هم وينا وکړه او وې وويل چې په فاټا کې به په راتلونکو څو کلونو کې د تعليم او روغتيا د څانګو په ګډون د پرمختګ او بيارغونې يو شمېر نورې پروژې تر سره شي چې د ډېمونو جوړول، قدرتي زيرمې په کار راوستل او قبايلي سيمې د پاکستان له لويو سړکونو سره تړل پکې شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG