نن سهار (دوشنبه) په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یو بمي برید کې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او د درو ترکي پوځيانو په ګډونیوولس نور ټپيان دي.
د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګر د پولیسو عمومي قومندان جنرال حقنوازحقیار د مشال ریډیو افغان څانګې ته ویلي چې دا موټربم حمله نن سهار نږدې اته بجې د هوايي ډګر ختیځې دروازې ته څېرمه پر ترکي پوځیانو شوې
دا برید په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې پرون د اتوار ورځد پاکستان پوځ مشر راحیل شریف او ولسمشر غني د سولې بهیر مخ پر وړاندې بیولو باندې رضا شوي دي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي د برید پړه منلې ده.