د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور د ښکلا او پرمختيايې کارونو د څارنې لپاره یوه نوې اداره جوړه کړیده.
پر دې اړه د صوبې د بلدیاتو وزیر عنایت الله د خالي پر ورځ مشال ریډیو ته وویل «موږه د پېښور د ښکلا لپاره پیسې ږدو، موږ پر دې کار کوو چې کوم ځای کې پارکونه جوړ کړو، او په کومو ځایونو کې ونې بوټې وکرو»
خو د پېښور تاجران بيا وايي، د پېښور ښار د ښکلا لپاره د تجاوزاتو پر ضد څو مياشتې وړاندې په ترسره شوو عمليات کې وران شوي سړکونه او نالۍ له هم نه دې جوړې کړل شوې.