د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د اذربايجان له سفر وروسته ترکيې ته ولاړ


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر پرون ازربايجان ته تر سفر وروسته نن انقرې ته لاړ او هلته به د ترکيې چارواکو سره د اقتصاديوو همکاريو په زياتولو او د سيمې پر امنيت خبرې اترې ولري. ولسمشر غني پرون د اذربايجان له سوداګرو وغوښتل چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اذربایجان تر سفر وروسته نن په ترکيې کې د چارواکو سره د سيمې پر امنيتي حالاتو غږيږي.

پرون افغان ولسمشر د اذربايجان په سرښار باکو کې د هغه ځای له سوداګرو وغوښتل چې افغانستان کې دې پانګونه وکړي. د ولسمشر له دفتره په خپره شوې پرونۍ خبرپاڼه کې ويل شوي چې ښاغلي غني افغانستان کې موجودو اقتصادي موقعو په تفصيل وغږيد.

افغان چارواکو د ازربايجان سوداګرو ته افغانستان کې د پانګونې لپاره د ټينګ امنيت ډاډ هم ورکړی دی.

افغان ولسمشر تېرماښام د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د هغه هېواد د ولسمشر او وزيراعظم په ګډون له بېلابېلو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو یې خبرې وکړې.

باکو ته د سفر هدف تر ډیره په اقتصادي برخه کې د اذربایجان د همکارۍ جلبول ښودل شوي دي.

د دې سفر په ترڅ کې د همکارېو څو سندونه لاسلیک شوه چې یو یې هم د دواړو هېوادونو د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ د کاري فرصتونو، ټولنیز خوندیتوب او استخدام په اړه وو او دوهم سند د افغانستان او اذربایجان د ملي راډیو تلویزیونونو په برخه کې د همکارېو په اړه وو.

له ارګه په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر غني ویلي په افغانستان کې په ډیرو بنسټیزو برخو لکه د انرژۍ، ساختماني، کرنې، د سمټو د تولید، د مس، فولادو، ګازو او تیلو د راويستلو او دې ته ورته نورو برخو کې د پانګونې ښې موقعې يا فرصتونه شته دی.

افغان ولسمشر اذرې سوداګرو ته ويلي چې له هغو ترکي شرکتونو سره چې دا مهال په افغانستان کې په پانګونې بوخت دي وګوري او په دې برخه کې د هغوی له تجربو ګټه واخلي.

اذري سوداګرو هم په افغانستان کې پانګوني ته د لېوالتیا په ښودلو سره ژمنه کړې چې په ټولو برخو کې شته فرصتونه به وارزوي.

XS
SM
MD
LG