د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د بشیر احمد بلور درېیم تلین ولمانځل شو


په پېښور کې د بشیر احمد بلور درېیم تلین ولمانځل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

عوامي نېشنل ګوند په غونډه کې د ترهه ګرۍ او تندروۍ پر ضد د بشیر احمد بلور مبارزې ته د عقیدت پیرزوونی وړاندې کړې. د ګوند مشرانو وویل، نن د پاکستان ادارو او نورو سیاسي او مذهبي ګوندونو هم دا خبره ومنله چې د ترهه ګرۍ ضد د عوامې نېشنل ګوند پالیسي سمه وه او د ترهه ګرۍ ضد جنګ اوس خپل جنګ بولي. د اې اېن پي صوبايي صدر او د پښتونخوا پخواني وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتي پخپله وینا کې وویل چې په دې سیمه کې د دوامداره امن لپاره پاکستان او افغانستان ته د ترهه ګرۍ او سختدریځۍ پر ضد په ګډه کار کولو پکار دی او په افغانستان کې د امن بغیر په پاکستان امن ممکن نه دی- د عوامی نیشنل ګوند مشر سیاستوال او مخکښ بشیر احمد بلور په ۲۰۱۲م کې د دسمبر په شپاړسمه نیټه په پېښور کې د تحریک طالبان پاکستان په یو ځانمرګی برید کې وژل شوی وو او نوموړی هغه وخت د پښتونخوا سینیېر صوبائی وزیر هم وو

XS
SM
MD
LG