د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د یوې کورنۍ د اتو تنو وژونکي ونیول شول


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په ننګرهار کې یې د یوې کورنۍ د اتو غړو وژل کېدو په تړاو پنځه کسان نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د نیول شوو کسانو له ډلې یوه منلې چې په بهسودو ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ د غړو په وژلو کې لاس درلود.

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې درې تنو ناپېژانده وسله والو کسانو د یوې کورنۍ اته غړي نږدې شپږ ورځې وړاندې وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG