د خيبر پښتونخوا، صوابۍ په ګنداب سیمه کې د افغان کډوالو په یوه پنډغالي کې د یو کور چت له پرېوتو د دوو ماشومانو په ګډون ٣ کسان وژل شوي دي.
د دغه پنډغالي مشر حاجي ظريف له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پېښه کې د دغه کورنۍ درې نور غړي ژوبل دي.
د ګنداب کډوالو په پنډغالي کې دا مهال د افغان کډوالو سلګونه کورنۍ دېره دي.
نږدې ١٥ لکه راجسټر افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي، چې له دې ډلې ډېرى يې د خېبر پښتونخوا صوبې په بېلابېلو کيمپونو او همداراز ددې صوبې په نورو ښاري سيمو کې دېره دي.