د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پنجاب کې د لشکر جنګوي شپږ وسلوال نیول شوي"


د پنجاب امنیتي چارواکو د لشکر جنګوي وسله والې ډلې شپږو غړو نیولو دعوه کړې ده.

په لاهور کې د پنجاب پولیسو ترهګرۍ مخنیوي ادارې یوه چارواکي محمد رضوان نن (جمعه) سهار مشال راډیو ته وویل، د لشکر جنګوي ډلې غړي یې بېګا د شپې ناوخته د ښار له بېلا بېلو سیمو ونیول.

د ده په وینا، له نیول شویو کسانو یې وسلې هم تر لاسه کړې دي او پر ضد یې مقدمه درج کړل شوې ده. پر لشکر جنګوي ډلې په پاکستان کې د فرقه ییز تاوتریخوالي او بریدونو تور دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG