د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه د غورځول شوې روسۍ الوتکې تاوان نه ورکوي


ترکي وايي، د هغې غورځول شوې روسۍ جنګي الوتکې تاوان به ورنه کړي چې تیره میاشت ترکي هوایي ځواکونو د ترکي او شام په سرحدي فضا کې ویشتې وه.

د ترکي د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تانجو بیلګیچ دا څرګندونې تیره ورځ له هغه وروسته کړې دي چې د روس د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الیکسي مشکوف له ترکي وغوښتل چې د دې الوتکې تاوان ورکړي.

ترکیي دا الوتکه د نومبر پر څلرویشتمه نېټه هغه مهال وویشته چې څو خبرداري یې له پامه وغورځول او د لنډ وخت په مخه له شامه د ترکي فضا ته ننوته.

د دې پیښې له امله د الوتکې له دوو پیلوټانو څخه یو ووژل شو. روس ټینګار کوي چې د دوی الوتکه د ترکیې فضا ته نه وه داخله شوې. تر دې پیښې وروسته روس د غبرګون په توګه پر ترکي یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG