د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان غونډه کې د وژل شوو ماشومانو پلرونو احتجاج


د عمران خان غونډه کې د وژل شوو ماشومانو پلرونو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

نن ماښام په پېښور کې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت پر آرمي پبلیک سکول د خونړي برید لومړي تلین په تړاو غونډه اله د ګډوډۍ ښکار شوه چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان غونډې ته د وینا کولو لپاره پورته شو. د وژل ماشومانو پلرونو چې د شهدا فورم په نامه یادېږي پاڅېدل او پر صوبايي او مرکزي حکومت یې غوسه وکړه چې د یوه کال تېرېدو باوجود یې د وژل شویو ماشومانو د پلټنو لپاره هېڅ پلټنه ونه کړه. د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هغوی سټیج ته وبلل او پر سټیج بې هغوی ته د خپلو غوښتنو وړاندې کولو موقع ورکړه. دوی غوښتنه کوله چې د هغې پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمیشن جوړ کړل شي. پر دې مهال د صوبايي حکومت سپیکر د جوډیشل کمیشن (قضايي جرګګۍ) جوړولو غوښتنه ومنله چې د صوبايي اسمبلۍ کې د ټولو ګوندونو له پارلماني مشرانو سره به پر دې سلامشوره کوي. د غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG