جرمني د خېبر پښتونخوا حکومت سره د روغتيايي خدمتونو د برابرولو لپاره مرسته کوي.
پاکستان کې د جرمني سفيرې، اينا ليپل (Ina Lepel) د صحت سهولت په نامه دې پروژې د پرانيستونکې غونډې په وخت د سېشنبې پر ورځ په پېښور کې وويل چې دې پنځه کلنې پروژې کې به د ملاکنډ، چترال، کوهاټ او مردان ضلعو خلکو سره مرسته وشيي.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي پرويزخټک له غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې د يو کارډ له لارې به غريبو کورنيوو ته پنځه ويشت زره روپۍ ورکوي.
د چارواکو په خبره مرسته تر لاسه کوونکي خلک به تر درملنې لاندې خپلو ناروغانو علاج په ښه ډول وکړلی شي.