په پاکستان کې د امریکا سفیر ډیویډ هیل د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې وویل له خېبر پښتونخوا حکومت سره په ترقیاتي کارونو،انرژۍ او د ترهګرۍ خلاف په اقداماتو کې مرسته کوي.
نوموړي د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې د خېبر پښتونخوا له لومړي وزیر پرویز خټک سره د لیدو پر مهال دغه څرګندونې وکړې.
په دې موقع په پېښور کې د امریکا قونصل جنرل ویلیم مارټن هم موجود و. امریکايي چارواکو په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید یو کال په پوره کېدو ، خپله غمرازي هم وښوده.
په نوموړي سکول تېرکال د دسمبر په شپاړسمه وسله والو برید کړی و چې په ترڅ کې یې ۱۴۴ کسان وژل شوي او نږدې همدومره نور ژوبل شوي وو. چې اکثریت یې زدهکوونکي ول.