د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي کې په لومړي ځل ښځې په ټاکنو کې برخه اخلي


د شنبې پر ورځ سعودي عرب کې خلک په هغه ټاکنو کې برخه اخلي چې په لومړي ځل پکې ښځو ته د رايه ورکولو او کانديديدو حق ورکړل شوی.

دې ټاکنو کې د پارکونو او کوڅو د پاکوالي لپاره د اړوندو دفترونو چارواکي ټاکل کيږي. له ۶۹۱۷ کانديدانو څخه ۹۷۹ يې ښځې دي. سعودي کې د رجسټرډ رايه ورکونکو سړو شمېر يو اعشاريه دري ميلينه او ښځو شمېر يولک او ديرش زره دی.

د سعودي عرب د سختو قوانينو له وجې د ښځو او سړو لپاره د رايو مرکزونه جلا جلا جوړ شوي. ښځو ته د کمپاين پر مهال هم رايه ورکونکو نارينوو سره د ملاقات اجازه نه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG