د کابل په شیرپور کې برید اته تنه وژلي
افغان چارواکي وايي د کابل په شيرپور کې بيګاني بريد کې څلور پوليس، يو بهرنی او درې بريدکوونکي وژل شوي دي. د کابل د امنیې قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر فریدون عبیدي د شنبې پرسهار مشال راډیو ته وويل چې د مخالفینو د له منځه وړلو او د سیمې د تصفیې لپاره عملیات د شنبې تر سهاره روان وو. په دې اړه لنډه ویډیو وګورئ