پاکستان په افغانستان کې د جوړ جاړي بهير پرمخ وړلو لپاره د څلور اړخيزي کميټۍ د جوړولو اعلان کړي دي.
د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز پرون قامي اسمبلي ته د وينا پرمهال وويل چې په دې کميټه کې به د پاکستان او افغانستان سربيره د امريکا او چين استازي هم شامل وي.
نوموړي دا ونه ويل چې طالبانو سره به د افغان حکومت مذاکرات کله پېل شي خو زياته يې کړه چې دې لړ کې به همکاري کوي.
ياده دي وي چې افغان چارواکو تل ويلي د طالبانو مشران له پاکستانه په افغانستان کې بريدونه کوي او بايد مرکزونه يې له منځه يوړل شي. پاکستاني چارواکي وايي ترهګرو ځپلو ته ژمن دي.