د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې له یوه پوځي اډې دوه افغانان ترېتم شوې


بې پولي ډاکټران نومي سازمان په افغانستان کې پر خپل روغتون د برید په اړه یو ځل بیا د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان د دې لپاره د چارشنبې په ورځسپینې ماڼۍ ته داسې خواست لیک وړاندې کړی دی چې پنځه لکه اووه څلوېښت زره کسانو پرې لاس لیک کړی دی.

دا خواست لیک د افغانستان په کندوز کې د یاد سازمان پر روغتون د امریکا د هوايي برید په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کوي.

دا برید د روان کال د اکتوبر پر دریمه شوی وو په کوم کې چې د روغتون د څوارلسو کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه دېرش کسان وژل شوي وو.

امریکا او ناټو د دې پېښې پلټنه کوي. امریکايي جنرالانو تر دې وړاندې ویلي وو چې دا پېښه د یو انساني تېروتنې له کبله رامنځ ته شوې وه.

د بشري حقوو نړیوال سازمان او اروپايي پارلمان هم د دې پېښې د خبلواکو پلټنو غوښتنه کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG