کندهار کې دوه ځانمرګي بریدګر ووژل شول
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ښار په نهمې امنېتي حوزې حمله د دوو برید کوونکو په وژلو سره د شپې ۱۱ بجې پای ته ورسېده. د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماخوستن دوه برید کوونکي چې په کلاشینکوفونو او لاسي بمونو سمبال وو، پر یادې حوزې حمله وکړه. ویډیو او راپور:محمدصادق رښتینی