د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا : ناروغان له ځینو ډاکټرانو سر ټکوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د ځینو راپورونو او د ډیریو خلکو د شکایتونو سره سم ، د خیبر پښتونخوا ډاکټران د ناروغانو د درملنې پرمهال دوی ته له ضرورته زیات درمل لیکي او همدارنګه د ځینو ځانګړو کمپنیو غیر معیاري درمل هم ناروغو ته لیکي، ځکه چې د ډاکټرانو او دغو کمپنیو ترمنځ یو پټ تار غزیدلی وي.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې دا کار له ډیرې مودې راهیسې روان دی چې له کبله یې خلک د صحي ستونزو سره مخ شوي دي. مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د روغتیا پالو نظر معلوم او دا ستونزه ورسره شریکه کړي.

حکومت د دغو کمپنیو دوایانې راجسټر کړي دي، نو د معیار پوښتنه دې د حکومت نه وشي.
ډاکټر نوشیروان

​ډاکټر نوشیروان د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون د میډیکل وارډ مشر په دې اړه مشال راډیو ته داسې وویل :

« په سرکاري روغتونو کې سل فیصده دوایانې موجودې نه وي، نو ځکه ډاکټران مریضانو ته د بهر نه دوایانې لیکي. دوی کله کله یو مریض ته د یوې مخصوصې کمپنۍ دوایانې لیکي. ډاکټران وايي حکومت د دغو کمپنیو دوایانې راجسټر کړي دي، نو د معیار پوښتنه دې د حکومت نه وشي. »

د ډاکټر نوشیروان په وینا حکومت له پکار دي چې وخت په وخت په بازار کې د غیر معیاري درملو معاینه کوي او که څه نقص یې پکې وموندلو نو کاروايي دې وکړي.

د دوایانو د کمپنیو نمایندګان له ډاکټرانو سره ګوري، هغوی ته د بیلا بیلو څیزونو لالچ ورکوي او خپلې دوایانې پرې خرڅوي.
فارماسیسټ منتظم شا

د قانون له مخې په سرکاري روغتونونو کې ډاکټر باید د روغتون د فارماسیسټ سره په مشوره ناروغانو ته درمل ولیکي، خو په پېښور کې یو فارماسیسټ منتظم شا بیا مشال راډیو ته وویل چې پېښور کې دا قانون څوک نه مراعتوي.

« له بده مرغه ، له ډیره وخته په پاکستان کې لیدل شوي چې د دوایانو د کمپنیو نمایندګان له ډاکټرانو سره ګوري، هغوی ته د بیلا بیلو څیزونو لالچ ورکوي او خپلې دوایانې پرې خرڅوي. دوی ډاکټران بهر ملکونو ته د سل لپاره استوي او کله کله دکور فرنیچر ورته اخلي. یو شمیر ډاکټران نقدې پیسې هم اخلي. »

ډاکټر نوشیروان وايي ترڅو چې په پاکستان کې د روغتیا په اړه د اقداماتو مسولیت د سیاسي ډلو پر ځای مسلکي کسانو ته نه وي سپارل شوی د دغه عمل مخنیوی ناشونی دی.

XS
SM
MD
LG