د افغانستان دفاع وزارت وايي د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې يې د ګډو عملياتو په نتيجه کې نېږدې ٦٠ کسان چې د دولت وسله والو مخالفانو بنديان کړي وو، خوشې کړي دي.
د دغه وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې په دغو ۶۰ کسانو کې ملي او محلي پوليس، د ملي اردو سرتېري او ملکيان شامل دي چې دولت ضد وسلوالو نيولي وو او په یادې ولسوالۍ کې يې ساتل.
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه خوشې شوي کسان د ٢١٥ ميوند قول اردو مرکز ته لېږدول شوي دي.
دغه عمليات د دولت ضد وسلوالو د يوه قوماندان د موندلو په هدف د ۵۰ کسيزې خاصې قطعې له خوا ترسره شوي دي.
د دغو کسانو د صحي وضعيت په اړه څه نه دي ويل شوي.