د پاکستان واکمن مسلم لیګ ګوند د اسلام اباد د ښاروالۍ په انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړه.
دغه انتخابات چې د دوشنبې پر ورځ ترسره شول، نن یې غیر حتمي نتایج مخې ته راغلي چې ترمخه یې مسلم لیګ « ن » ۲۱ څوکۍ ګټلي دي.
همداراز د تحریک انصاف ګوند د ۱۶ څوکیو په ګټلو سره په دوهم نمبر دی او دیارلسو ازادو نوماندانو هم بریا ترلاسه کړې ده.
پروني انتخابات په ۵۰ یونین کونسلو کې ترسره شول. راپورونه وايي مسلم لیګ ( ن ) په کلیوالو او تحریک انصاف په ښاري سیمو کې د ښاروالۍ انتخابات ګټلي دي.