پاکستانيو سوداګرو خبرداری ورکړی چې د کابل او اسلام آباد ترمینځ د تجارتي مالونو د ټرانزیټ پرسر رامینځ ته شوې ستونزه ښايي له منځنۍ آسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ لېږدولو د دهلیز پلان له خطر سره مخامخ کړي.
د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونو په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي، چې دواړه وروڼه هېوادونه باید د یوبل غوښتنو ته په پام سره دا ستونزه حل کړي.
په بیان کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیالې له قوله ویل شوي چې پاکستان د افغانستان له لارې د ۱۳۰۰ میګاواټ برېښنا او همداراز د ترکمنستان له لارې د طبیعي ګازواردولو پلان لري. بیان د مېرمن فهمیده کوثر جمالي له قوله وايي چې د دې کار لپاره د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکي باید عادي وي.
میرمن جمالي زیاتوي چې د انرژۍ لېږدولو دا دهلېز به په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ له ټینګښت سره مرسته وکړي.
پاکستان د افغانستان هغو لاریو ته چې هند ته مالونه لېږدوي له خپلې خاورې د تېرېدو اجازه نه ورکوي او افغانستان هم په یوه ځوابي اقدام کې د پاکستان پر هغو لاریو چې منځنۍ آسیا ته مالونه وړي بندیز لګولی دی.